کابل باختر دغبرګولي دويمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او خواخوږي پيغام .
په ژورې خواشينۍ سره مي خبر ترلاسه کړ چې دکندز ولايت يو قومي مشر حاجي محمد انور دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو .
ارواښاد حاجي محمد انور دقومي مشر په توګه دخلکوپه خدمت کې و ، مړينه يې يوضايعه ده .
دخپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب دده کورنۍ او دوستانو او دکندز ولايت خلکو ته وړاندې کوم او دلوى خداى(ج ) له دربار څخه متوفى ته دمغفرت او پاتې کسان ته يې دجميل صبر هيله کوم .
0 د یوې دقیقې څخه لږ