کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
نړيوال بانک د سه شنبې په ورځ له افغانستان سره د څه د پاسه پنځه سوه ميليونو ډالرو مالي مرسته اعلام کړه.
باختر آژانس د نړيوال بانک د ويب پاڼې له خولې خبر راکړ:
دغه مالي مرسته د اقتصادي پروګرامونو د پرمختيا او د هرات، مزارشريف، قندهار، جلال آباد او د خوست په ښارونوکې د خدماتي مرکزونو د ښه والي په مقصد لګول کيږي.
د دغې مرستې ستره برخه به د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د خصوصي برخې د ودې او د دغو پنځو ولايتونو د مرکزونو د پرمختيا په لاره کې ولګول شي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ