خبرونهنړۍ

حماس د زندانیانو د تبادلې په اړه مثبت ځواب ورکړی

نړۍ, د سلواغې ۱۸ مه, بهرنۍ رسنۍ
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی دوحه کې له خپل امریکایي سیال انتوني بلېنکن سره ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، چې له حماس غورځنګ څخه یې له اسرایلو سره د زندانیانو د یوې بلې تبادلې په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړی، چې دوی یې خوشبینه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه ډېر جزیات ځکه نه شي ورکولی، چې ممکن د ښکېلو لوریو ترمنځ روانو خبرو ته زیان ورسوي.
کنفرانس کې امریکايي لوري ویلي، چې اوس مهال دوی د دغه ځواب د ارزونې په حال کې دي او ټاکل شوې نن له اسرایلي لوري سره پرې خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې سیمې ته په غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې دا د بلېنکن پنځم سفر دی او دغه سفر کې نوموړي له ریاض، قاهرې او دوحې څخه لیدنه کړې او ټاکل شوې نن اسرایلو ته ولاړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته