سیاست

جمهور رئیس غني د عظیم الشان قرآن د ختم په مراسموکې ګډون وکړ

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ١١ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره شپه د ارګ په جامع جومات کې د قرآن عظیم الشان د ختم په مراسموکې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم چې د روژې مبارکې میاشتې له لومړیو څخه د تراویح د لمانځه په ترڅ کې د هېواد د جمهوررئیس په ګډون پیل شوي وو، تېره شپه افغان ولس او مسلمه امت ته د خیر او نېکمرغۍ په دعا پایته ورسېدل.
ګډونوالو د قرآن عظیم الشان له ختم وروسته د لوی خدای (ج) په دربارکې د هېواد شهیدانو په ځانګړي ډول د تېرې ورځې د تروریستي پېښې شهیدانو او همدارنګه په افغانستان کې  د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت دعا وکړه.
د یادونې وړ ده چې د قرآن عظیم الشان د ختم په مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو، د عالمانو د سراسري شورا یو شمېر غړو، د ملي شورا او د سولې عالي شورا یو شمېر استازو او په کابل کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو سفیرانوهم ګډون کړی و.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته