کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٦ :
يو تن په يوې کوچنۍ نجلۍ د جنسي تيرى په تور د ښاري ابتدائيه محکمې له خوا د اتلس کاله بند په سزا محکوم شو.
تورن د هرات د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا د ديوان په علني قضايي غونډه کې چې د قضاوتمل غلام رسول منصور په مشرۍ جوړه شوې وه، په سزا محکوم شو.
دغه نجلۍ څه موده مخکې د خپل روږدي پلار له خوا د ساتنې په مقصدخپلو دوستان ته سپارله شوې وه؛ خو دغه بوډا سړي څو ځلې په دغې نجلۍ جنسي تيرى کړى و .
د محکمې مسوولين وايي: دغه کوچنۍ نجلۍ له يوې مودې وروسته د دغه سړي له کورڅخه له تښتې وروسته ځان پوليسو ته وسپاره چې پوليسو د نجلۍ پلار او دغه تيرى کوونکى سړى ونيول.
د منصور د څرګندونوله مخې: د نجلۍ پلار د دولسو کلونو د بند په سزا او په تيري تورن سړى په اتلسوکلونو بند او د زيان په جبيره کولو محکوم شول.
په دې غونډه کې دوه تنه نورهم چې د خلکو د ځورونې تور پرې لګولو شوى و؛ هر يو يې په پنځلسو کلونو او يوې مياشتې بند او يو تن بل د غلا په تور د يو کال بند په سزا محکوم شو.
0 1 دقیقه لوستل