سیاست

د جمهور رئیس غني په مشري د کابینې غونډه جوړه شوه

  کابل  باختر دکب دمياشتې  ٢٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په  مشري  د کابینې غونډې  د ښوونځیو، مدرسواود تعلیمي اومسلکي موسسود ښوونکو، مدرسینو او استادانو د ارتقا لپاره د ملکي خدماتو د کارکوونکود قانون د ځینو فقرو د تعدیل او زیاتوالي طرحه تصویب کړه.
دجمهور رئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې چې پرون په ارګ کې جوړه شو ه ، د عدلیې وزیر د ښوونځیو، مدرسو او د تعلیمي او مسلکي موسسو د ښوونکو، مدرسینو او استادانو د ارتقا لپاره د ملکي خدماتو د کارکوونکود قانون د ځینو فقرو د تعدیل او زیاتوالي طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړه، چې له غور او څېړنې وروسته تصویب شوه.
د کابینې غونډې د ښوونکو د دوبنيو او ژمنیو رخصتیو د ورځو د ماکولاتو د اجرا پیشنهاد چې د هغوی د نسبي هوساینې لامل کېږي هم تائید  کړ.
همدارنګه د  ښار جوړولو وزیر د کابینې غونډې ته په ټول هېواد کې  د ښوونکو    د ښارګوټو د پلان جوړونې پروژه وړاندې کړه او له غور او څېړنې وروسته اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، چې د ښوونکو د ښارګوټو د جوړولو څرنګوالی اقلیمي شرایطو او موجوده مالي امکاناتو ته په پام وارزوي او د تصویب په موخه  یې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه  یادونه وشوه هغه دولتي ادارې چې په پوهنې پورې له اړوند ځمکوڅخه ګټه اخلي  ډيرژر دې  یادې ځمکې او جایدادونه تخلیه او د پوهنې وزارت ته ورکړي.
په همدې ترتیب د اطلاعاتو او فرهنګ زارت معین د جنوبي کوریا په موزیمونو  کې د نندارې په موخه د باختر خزانې د اثارو د انتقال پيشنهاد د کابینې غونډې ته
وړاندې کړ.
هغه وویل، د باختر خزانې اثار چې اوس مهال د روان میلادي کال تر جون میاشت پورې د جاپان هېواد په ټوکیو موزیم کې نندارې ته اېښودل شوي، په پام کې ده چې جنوبي کوریا ته انتقال شي او د هغه هېواد په موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شي.
د کابینې غونډې د افغاسنتان د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې د قانون پنځه له شپېتمې مادې سره سم د یادو لرغونو اثارو د انتقال پیشنهاد د جنوبي کوریا په موزیمونو کې   د نندارې په موخه تائید کړ.
وروسته د انرژي او اوبو وزارت رهبري پلاوي د هېواد تر ځمکې لاندې او سطحي اوبو په هکله خپل راپور او د افغانستان له اوبو څخه د ګټې اخیستنې او مهارولو په خاطر د هغه وزارت طرحې غونډې ته وړاندې کړې.
د کابینې غونډې له غور او څېړنې وروسته پرېکړه وکړه، چې په لنډ، منځ او اوږد مهال کې  د انرژي او اوبو وزارت له لوري له  ټولو اړوندو وزارتونو سره په ګډه    یو لوی کنفرانس جوړ شي.
همدارنګه د انرژي او اوبو وزارت د مالیې له وزارت سره په همکاري موظف شو چې په منځ  او اوږدمهال کې د افغانستان د اوبو د مهارولو په خاطر  ظرفیتونه وروزي.
د کابینې غونډې پرېکړه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت دې د افغانستان په پوهنتونونوکې د ابي سرچینودمدیریت څانګې جوړې کړي اوهمدارنګه دې دهېواد  په لویو ښارونو کې د کابل د شنه کمربند په څېرکمربندونه رامنځته شي.
په همدې ترتیب د کابینې غونډې له ترکمنستان هېواد سره له ټاپي پروژې څخه په ګټې اخیستنې دهېواد د اړتیا وړغازود اندازې او بیې دتثبیت په موخه د واکمن پلاوي د ټاکلو په هکله د کانونو او پټرولیم وزارت پیشنهاد و ارزاوه.
د کابینې غونډې د کانونو او پټرولیم وزارت ته لارښوونه وکړه، چې یاد وزارت    او ټول اړوند وزارتونه یاده موضوع په دقیقه توګه وارزوي او وروسته د هغوی  پيشنهاد     د وروستي تصمیم نیولو په موخه عالي اقتصادي شورا ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته