کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
دشهيدانو په وارثانو او ټپيانو ديوسلو لسو ټنو غنمو دويشلو بهير پرون په فراه کې پيل شو .
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل: دغه غنم چې دکورنيو چارو وزارت دشهيدانو او معلولينو درياست له خوا برابر شوي دي په دغه ولايت کې په يوزرو دوه سوه کورنيو وويشل شول .
دفراه امنيه قوماندان سمونيار غلام محي الدين خيرخواه ددغو غنمو دويشلو په وخت کې وويل : دکورنيو چارو وزارت په نږدې راتلونکې کې په دغه ولايت کې دهر شهيد کورنى ته دځمکې يوه يوه نمره ، دوه سوه زره افغانى نغدې پيسې مرسته کوي .
ختم_ ج _ اکرم