خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت اړوند لسګونه نور پوځي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول

کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ميدان وردګو ولايت اړوند پنځمه پلې لواء کې د لسګونه پوځي وسايطو د ترميم او ګټې اخيستنې ته يې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي دي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د پنځمې پلې لواء د تخنیک آمریت د مسؤلینو په هڅو د لواء په قرارګاه، په اول او دوهم پیاده کنډکونو کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو پر مټ ۱۹ بېلابېل ډوله وسایط ترمیم شول.
سرچينې زياته کړې، چې په ترميم شويو وسایطو کې ۱۳ هاموي ټانګونه، ۳ انټرنیشل موټر، ۱
یو رنجر ورکشاپ، یو کرنګ او یو امبولانس شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې ياد وزارت د تخنیکي ټيمونو له لوري تر دې وړاندې هم زرګونه پوځي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته