نړۍ

استراليا ته دتلونکى بيړى څه دپاسه يوسلو شل تنه پناه غوښتونکى ژغورل شوي دي .

کانبيراباختر دچنګاښ ٧ مـــــــــه

داستراليا صدراعظمې ميرمن جولياګيلارد ويلى دى چې دپناه غوښتونکو ديوې بيړي ١٢٣ تنه سپرلۍ چې استراليا ته روان واودکرسميس ټاپوټه څيرمه ډوبه شوه ، ژغورل شوي دي .

داستراليا صدراعظمې زياته کړه: دغې بيړى له ١٢٣ څخه تر١٣٣ تنوپورې سپرلۍ درلودې.

داستراليا دحکومت مامورينو ويلي وچې په دغې بيړى کې څه ناڅۀ ١٥٠ تنه سپاره ووخوميرمن ګيلاردداستراليا پارلمان ته په رسمي ډول خبرورکړ چې په دغې بيړى کې دډوبيدو په وخت کې له ١٢٣ څخه تر ١٣٣ تنه موجود وو.

داپه وروستيو ورځو کې دپناه غوښتونکو دسپرلۍ دويمه بيړى ده چې داستراليا دکرسميس ټاپو ته څيرمه ډو بيږي .

دتيرې جمعې په ورځ هم له دوه سوه سپرليو سره يوه بيړى ډوبه شوه چې دسلو تنو سپرليو لپاره يې دپلټنې عمليات دشنبې په ورځ پاى ته ورسيد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته