امنیت

په سمنګانو کې ديو قومي مشر ترور .

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
يوقومي مشر پرون سهار په سمنګانو کې شهيد شو .
دسمنګانو يو امنيتي مسوول باختراژانس ته  وويل چې حاجي عبدالله هغه وخت چې دسهار دلمانځه  اداکولو ته روان و دايبکو ښار دګل قشلاق  په کلي کې  په ډزو سره شهيد شو .
ددغه قومي مشر زوى قاضي عصمت وايي چې پلار يې اوياکلن و او په دې موده کې يې ډيرې قومي شخړې حل کړې وې او له چاسره يې دښمني نه درلوده
  دسمنګانو دامنې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول منير  رحيمي وويل چې پيښه دپوليسو تر څارنې لاندې ده .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته