امنیت

د کابل د پوليسو د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې ١١٣ تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي

کابل- باختر دکب دمياشتې١٢
دکابل پوليسو د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې ١١٣ تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي .
د کابل ولايت د امنيه قوماندان د څرګندونو له مخې: دغه کسان د وژنې ، غلا، د وسلو د غيرقانوني  ليږدونې په ګډون د جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.
دغه کسان په داسې حال کې نيول کيږي چې په دې وروستيو وختوکې جرمي پيښې په تيره بيا د وسايطو غلا په ځانګړي ډول د وسايطو د پلټيونو دغلا پيښې زياتې شوې دي .
د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي وايي: د جنايي جرمونو په اړوند د دغو کسانو نيول کولاى شي په پايتخت کې د جنايي جرمونو په کمښت کې ګټور دى.
د يادونې وړ ده چې د کورنيو چارو وزارت پرون په کابل کې د امنيتي حالت د ښه والي په خاطر او د کابل ولايت او ښارکې د امنيتي حوزو د کاري چارو د ښه والي په مقصد د پوليسو ٢٧ تنه مسوولين له کارڅخه ګوښه او پرځاى يې نورکسان په دندو وګومارل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته