امنیت

دملي اردو ديو افسر ددرملنې لپاره چې په سخته ناروغى اخته دى ، هلې ځلې

هرات باختر دثور ٢٢:
دملي اردو ديو افسر د درملنې په مقصد ددولتي ادارو درييسانو ، ملي سوداګرواودخصوصي برخې دنغدي مرستې دجلبولو په مقصد پرون   د بهزاد دملي نګارستان په تالار کې غونډه جوړه شوه .
  دظفر قول اردو يوافسر ډاکتر فيروز احمد فيضي د ځګر په ناروغى داخته کيدو له امله  دمړينې له خطر سره مخامخ شوى دى .
دهرات والي محمد اصف رحيمي پرون مازيګر ددغه افسر له کورنى او خپلوانو سره وکتل او ژمنه يې وکړه چې ددغه افسر ددرملنې لپاره  دمادي او معنوي  مرستو دجلبولو لپاره زمينه برابروي .
  په دې غونډه کې  دهرات والي  دخير غوښتونکو فعاليتونو دارزښت په باب خبرې وکړې او ددولتي ادارو له رييسانوڅخه وغوښتل  چې دخير په دې کار کې ونډه واخلي .
په دې غونډه کې چې په دې ترڅ کې يو کميسيون جوړ شو ، بشر دوستانه مرستې راټولې او دپايوازانو او دپيسو دليږدونې په خاطر لازمې اسانتياوې برابرې کړې .
   دهرات دوالي ، ددولتي ادارو درييسانو دتجارتي او صنعتي  اتحاديو او دصنعتکارانو داتحاديې له خوا لس زره امريکايي ډالره راټول شوي دي .
دغه راز اړونده کميسيون ته  ايران ته د ډاکتر فيضي دورور او دهغه کوږدنې دليږدونې لپاره او دغه راز  د ډاکتر فيضي دعملياتو په خاطر  لازمې دندې وسپارل شوې .
ټاکل شوې ده دغه کميسيون له نورو خير غوښتونکو اشخاصو اوبنسټونو څخه  مرستې راټولې کړي . ځکه دده ددرملنې لګښت څلويښت زرو ډالرو ته اړتيا لري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته