ټولنه

په سمنګانو کې له زرو تنو زده کوونکو سره مرسته .

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
دسمنګانو ولايت دخرم سارباغ ولسوالۍ دلومړنيو او منځنيو ښوونځيو له زرو تنو زده کوونکو سره دنړۍ د خوړو دسازمان له خوا مرسته وشوه .
دخرم سارباغ ولسوال عباد الله مجاهد دباختر آژانس خبريال ته وويل: دنړۍ دخوړو سازمان يا ډبليو -اف -پي ددغې ولسوالۍ له بيوزلو کورنيو سره دمرستې په موخه دنجونو او هلکانو په ګډون دلومړنيو او منځنيو ښوونځيو څه دپاسه شپږ زره تنه زده کوونکې دخپلو مرستو تر پوښښ لاندې نيولي دي او له هر زده کوونکي سره په مياشت کې د ١٣ ليترو غوړيو مرسته کوي .
د يادونې وړ ده چې په سمنګانو ولايت کې دڅه دپاسه يو سلو لسو زرو تنو زده کوونکو په کمپ درې سوه ښوونځي شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته