امنیت

اوولس تنه بنديان ا زاد شول.

کابلباختر دثور٢٥
اوولس تنه بنديان نن د هلمند ولايت له جيل څخه ازاد شول.
دهلمند ولايت د جيل امر سمونوال اول خان باخترا ژانس ته وويل، دغه بنديان دثور د مياشتې د اتمې د مجاهدينو د برياليتوب د کاليزې له امله د هيواد د جمهور رئيس له فرمان سره سم له بند څخه ا زاد شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل، په دغوبنديانو پورې اړونده دوسيې د موظف کميسيون له خوا وڅيړل شوې او له ا مله يې ا زاد شول.
په خبر کې ويل شوى دى چې دوه تنه ماشومان هم د ماشومانو دروزنې او اصلاح له مرکز څخه ا زاد شول.
دسمونوال اول خان دڅرګندونو له مخې، همدا اوس يو زرو يوسلو دري اتيا تنه بنديان د هلمند په جيل کې شپې سبا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته