سیاست

مفتي اعظم مسلمانان دې له ډار اچوونې څخه ډډه وکړي.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٣
دسعودي عربستان مفتي اعظم يو ځل بيا په صراحت سره  وويل : چې ډار اچونه په اسلام کې مجاز نه دى  او مسلمانان دې بايد دسولې په خاطر هلې ځلې وکړي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دا لومړۍ ځل نه دى  چې دسعودي عربستان ستر مفتي په دې باب دغه شان څرګندونې کوي.
ده پخواهم له ډار اچونې او ځانمرګي بريد سره خپل سخت مخالفت څرګند کړى و.
دځانمرګي بريدونو او چاودنو په  اړوند يوازې دسعودي عربستان مفتي اعظم  نه دى   چې هغه دخداى  (ج) له ارشاداتو سره مخالف بولي   پخوا دمصر دجامعه الاظهر شيخ ارواښاد طنطاوي ، پروفيسر سياف ، د ديوبند عالمانو او دافغانستان دعالمانو سراسري شورا په  وار وار طرحه کړى دى .
هغه کسان چې ځانمرګې  بريد ترسره کوي او مسلمانان وژني ځاى يې په  د وزخ کې دى  په هر صورت د سعودي عربستان مفتي اعظم يو ځل بيا مسلمانانو ته  په خطاب کې ويلي دي چې له  ډار اچونې څخه ډډه وکړي او په اسلامي هيوادونو کې دسولې دټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي.
دافغانستان مشرتابه دخداى  (ج)  له ارشاداتو څخه په سم  درک سره په هيواد کې دجګړې دبحران دپاى ته رسولو په خاطر له مخالفينو سره سوله او روغه جوړه اعلام کړه او  د هيواد جمهور رييس په  وار وار له مخالفينو څخه غوښتې دي چې د پرديو داسارت کړى  له غاړې څخه لري کړي دکونډو او يتمانو داوښکو دمخنيوي  په خاطر او دخداى  (ج)  د ارشاداتو دتحقق په خاطر سولې ته مخ وکړي او له هيواد څخه دجګړې تغر ټول کړي.
د کارپوهانو په  باور مخالفين له دين څخه په جګړه کې دسياسي  وسيلي په  توګه استفاده کوي او خلک بې لارې کوي اوله مسلمانانو څخه دجګړې د اور دلرګيو په توګه استفاده کوي.
هغه کار چې خداى (ج) عاملينو ته يې د ستر اعذاب  د ورکولو ژمنه کړي ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته