ټولنه

په هرات کې دترافيکي پيښو له امله اتلس تنه ټپيان شول .

کابل باختر  د غبرګولي  څوارلسمه :
په هرات ښار کې  په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دترافيکي پيښو له امله اتلس تنه ټپيان شوي دي
په هرات ښار او په  اړوندو ولسواليو کې ددغو پيښو له امله ټول ټپيان دهرات ښار مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي .
  دغه ټپيان همدا اوس  دروغتون په بيلابيلو څانګو کې تر درملنې لاندې دي .
په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
  دهرات ښار  دمرکزي روغتون وياند ددغو پيښو دپنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله او ويې ويل  چې  ددغو کسانو ددرملنې لپاره  دروغتيايي کارکوونکو  هلې ځلې دوام لري .
دليږدونکو وسايطو ګړندي تګ ،  ترافيکي ګڼه ګونه ،  ترافيکي مقرراتو ته نه پاملرنه  او له لارويانو سره  دليږدونکو وسايطو ټکر  هغه عوامل دي  چې ددغو کسانو دټپي کيدو سبب شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته