امنیت

په روزګان کې ۵ تنه وسله وال ووژل شول

ترینکوټ باختر د کب دمیاشتې ۷ مه
د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار په شمتل سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
چارواکي وايي چې په دغه نښته کې ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل، دغې نښتې دوه ساعته دوام کړی،چې په ترڅ کې يې ۵ تنه وسله وال وژل شوي،خو امنیتي ځواکونو ته د سر کوم زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته