امنیت

١٧ تنه په غزني کې دبيلابيلو جرمونو په تور ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
دغزني  پوليسو  ١٧ تنه دبيلابيلو جرمونو په تور نيولي دي .
دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل دباختراژانس  خبريال ته وويل: ١٧ تنه چې دترور ، انسان تښتونې  او دجنايي جرمونو، وسله واله  غلا  او طالبانو ته دعشرو ذکات په راټولولو تورن دي   د تيرې يوې مياشتې په بهير کې ددغې قوماندانۍ دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
ده زياته کړه له دې جملې څخه ٧ تنه يې څارنوالۍ ته معرفي شوي اولس تنه نور تراوسه پورې له پوليسو سره  دي  .
دغه راز امرخيل دطالبانو دڅه دپاسه ١٧٠  عملياتو دشنډولو خبر ورکړ او ويې ويل چې دسږ کال  دروژې په مبارکه مياشت کې ١٧٥ ځلې دوسله والو طالبانو له خوا ددغه  ولايت او ولسواليو په امنيتي پوستو بريدونه  شوي دي چې ټول  يې شنډ کړى شوي دي .
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې ٦٣ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول  او ٣٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي .
امنيه قوماندان وايي په څو وروستيو مياشتو کې په غزني ولايت کې امنيتي حالت ښه شوى دى او داپه داسې  حال کې دى چې مخکې له دې دغزني والي محمدامان صميمي ويلي و چې طالبانو دروان کال په لومړيو مياشتو کې هلې ځلې وکړې چې غزني ونيسي  خو په دې کار بريالي نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته