ټولنه

په فراه کې لس ممیزخونې جوړې شوې

کابل / د وري ١٩مه / باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دغه ولایت کې ١٠ معیاري ممیزخونې جوړې کړې دي. د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالمنان متین باختر آژانس ته وویل چې دغه ممیزخونې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کلیوالي ودې، کرنې او پرمختیايي پروژې پروګرام د څه ناڅه پنځه ميلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي. هغه زیاته کړه چې د دغو ممیزخونو په جوړېدو سره په فراه کې د دغې پروژې د ممیزو خونو د جوړولو شمېر۳۶ ته ورسېد. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته