ټولنه

دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دعالي کميسيون يواوويايمه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٤ :
دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي دبندولو دعالي کميسيون په  يو اوويايمه غونډه  کې يوځل  بيا داړوندو ادارو بې  پروايي ته اشاره وشوه  اودښځوپرخلاف  دتاوتر
يخوالي  دقضيو دتعقيب په ګړنديتوب ټينګاروشو.
د غونډې  برخه والو زياتره دکورنيو چارو په وزارت او دښځو پرخلاف دتاوتر يخوالي  دمبارزې په څارنوالۍ  انتقادونه وکړل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  دغه غونډه چې دښځود چارو وزارت  دمعينې نبيله مصلح په مشرۍ  جوړه شوې وه  برخه والو  په اجندا کې دشاملو  موضوعګانو په باب دخبرو ترڅنګ دتيرې غونډې  دپريکړو په تطبيق ټينګاروکړ. .
دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دعالي کميسيون سکرترې مژګان آريا د پخوانيو پريکړو  دتطبيق په باب  غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.
ددغه رپوټ له مخې ؛ داړوندو بنسټونو ترمنځ همغږي زياته شوې ده  او دمربوطو ادارو له لارې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي داړوندو قضيو دګړندي کولو لپاره  هلې ځلې دوام لري.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په دې غونډه کې طرحه کړه هغه څه چې دښځو په باب په قانون ،  لايحو او مقررو کې  چمتو کيږي  بايد دښځو دچارو وزارت استازي پکې فعاله ونډه ولري .
دپوهنيارې مصطُفوي دڅرګندونوله مخې په دغه شان کار سره کيداى شي داسې سندونه  چمتو شي چې  دښځو په خونړيو ټپونو پټۍ وي .
په دې غونډه کې دکميسيون پر غړو سربيره دملګرو ملتو دادارې  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دپروګرام دڅيړنې  سلاکارې ميرمن  کريستين عرب  هم ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته