فرهنګ

ټلويزيوني شبکې او دملي ماتم په ورځ درسالت هيرول .

کابل باختر د ثور څلورمه :
پرون يکشنبه دثور دمياشتې دريمه په بلخ ولايت کې دشاهين قول اردو تروريستي پيښې  دشهيدانو ددرناوي او تکريم په موخه په هېوادکې ملي ماتم و.
  دباختراژانس خبريال  ليکي :
په بلخ ولايت کې د ٩ ٢٠شاهين قول اردو په قوماندانۍ دتروريستي  بريد له امله دهېواد يوشمير ميړني  پوځيان  شهيدان شول .
هغوى تر هغې ګړۍ  پورې چې ژوندي و يواځې په يوې ژمنې سره يې ژوند کاوه او هغه په دغه هېواد کې دځوريدلو خلکو  دفاع او دملي ، هېوادنيو او ديني ارزښتونو دفاع وه .
هغوى  په يوې پټمنې ژمنې سره ژوند وکړ او په ميړانې سره دهېواد ددفاع په لاره کې شهيدان شول . 
دهغوى درايت  ، ميړانه ، سرښندنه او په پاى کې  پاکه وينه  له موږ څخه غواړي چې دهغوى دانګيزې او ژمنې دفاع وکړو ملي ماتم په همدې انګيزې سره  اعلام شو . چې  موږ وښيو چې زموږ درد ، ګډ درد دى ، کومه پيښه چې په بدخشان کې رامنځته کيږي غم او درد يې  په قندهار کې  احساسيږي او ديوه قندهاري يا هلمندي دغم او درد له امله په بلخ ، هرات اوباميانو کې زموږ هېوادوال زيانمن کيږي .
هيله کيده چې دملي ماتم په اعلام سره ټول ځان ددغې ورځې له روحيې سره برابر کړي خو له بده مرغه ځينو ټلويزيوني  او راډيويي شبکو ملي ماتم په پام کې ونه نيوه او لکه څنګه چې لازمه وه دغه ورځ يې ونه نمانځله .
  ځينو ټلويزيوني او راډيويي شبکو خپل رسالت هير کړ  او دځانګړو پروګرامونو دخپرولو په ځاى يې ، خپلو ورځنيو پروګرامونو ته چې هماغه دموسيقۍ ، طنزي او تفريحي  پروګرامونو او دسريالونو خپرول و ،  دوام ورکړ .
دهغو معيارونو درعايتولو په برخه کې چې دملي ماتم  دورځې  د نمانځنې لپاره په پام کې نيول شوي وو دځينو رسنيو بې پروايي زيات غبرګونونه راپارولي دي .
يو زيات شمير  کابل ښاريانو اودهېواد په نورو سيمو کې زموږ هېوادوالو دملي ماتم له ورځې  سره دځينو رسنيو دچلند په څرنګوالي نيوکې وکړې او هغه يې دملت جوړولو او دملي ارزښتونو دساتنې له روحيې سره په تضاد کې وباله .
دغه راز دغه مسئله په ټوليزو شبکو کې په انتقادي  نظر  سره تعقيب شوه او په دې تينګار کيده  چې رسنۍ بايد له دغې مسئلې  سره په بې پروايي سره چلند نه واى کړى .
دملي ماتم دورځې په وړاندې  دځينو رسنيو سطحي  چلند ثابته کړه: ځينې رسنۍ شته چې له وګړنيو  ملي ورځو او پيښو سره سطحي  چلند لري  او دملت جوړولو لپاره مناسب  کارونه  نه ترسره کوي .
په داسې حال کې چې ټولو رسنيو په يوه رسالت او ژمنې  سره خپل کار پيل کړى دى چې بايد دغه ژمنه او رسالت هير نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته