امنیت

څلورتنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دولس تنه نور يې ونيول شول

کابلباختر د اسد٢٦
څلور تنه وسله وال مخالفين د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول او دولس تنه نوريې ونيول شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ د ملي اردو منسوبينو دسولې او امنيت دټينګښت په مقصد د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې څلورتنه مشکوک مخالفين ووژل شول او دولس تنه نوريې ونيول شول.
دغه راز د ملي اردو منسوبينو د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار پورې اړوند د حسين خيلو د کلي په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دوه ټيلري موټرونه چې د روان کال د زمري د مياشتې په ٢٤نيټه د وسله والو مخالفينو له خوا تښتول شوي وو، له چلوونکو سره يې د تښتوونکو له منګولوڅخه وژغورل او د ملي اردو دخاصې قطعې منسوبينو دهغه ګډ چاڼيز فعاليت په بهيرکې چې د وسله والو مخالفينو د قوماندانانو د نيولو په مقصد يې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره کړل، د قدير په نامه د وسله والو مخالفينو يو قوماندان او اکمالوونکى له پنځو تنو مشکوکو مخالفينو سره ونيوه.
ديو بل خبر له مخې: د تخار ولايت د بنګي پله دسيمې په مربوطاتوکې په واټ کې د ښخ کړى شويو ماينونو د چاودنې له امله د ملي اردو يو منسوب شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته