کابل / د کب ۴ مه / باختر
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د اوبو او برېښنا سرپرست وزير ملا عبد اللطيف منصور د ايران اسلامي جمهوريت له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، سیاسي روابطو، او مثبتو تحولاتو خبرې وشوې. ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو چارواکو تر منځ خبرې ګټورې وبللې او د اړيکو پر پیاوړتیا ېې ټينګار وکړ.
په همدې حال کې ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د اوبو او بریښنا په اړه د اسلامي امارت دریځ او اړتیا څرګنده کړه.
په ورته وخت کې حسن کاظمي قمي د تېرو ناستو پر تدوام د کانونو، کرنې، انرژۍ او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د ګډې پانګونې په اړه د خپل حکومت پوره اماده ګي ښکاره کړه.
په پای کې دغه ناسته مثبته او د اړیکو د جوړېدو او اقتصادي پرمختیاوو وسیله وبلل شوه او په تدوام ېي ټینګار وشو.
ن/ر