خبرونهامنیت

په هلمند کې د ډاراچوونکو پرخلاف د عملياتو دوام ؛ د لښکرګاه – قندهار لويه لاره د پرانستلو په درشل کې ده

کابل / دليندى ١٢مه /باختر
په داسې حال کې چې د لښکرګاه – قندهار په لويه لار کې د ډار اچوونکو ضد عمليات دوام لري.
پوځي مقامات وايي چې دغه لويه لاره به ډېر ژر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شي.
دغه عمليات د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د سلګونو پوځيانو په ګډون له يوې اوونۍ راپديخوا دوام لري.
د هلمند د پوليسو مسوول جنرال خليل الرحمن جواد باخترآژانس ته وويل چې پوځيانو وکولاى شول د لښکرګاه – قندهار د لويې لارې ځينې برخې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
هغه وويل ډېر ژر به دغه لاره د خلکو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شي.
د طالبانو د شا تمبولو تر څنګ پوځيان د هغو ماينونو په کشفولو او شنډولو بوخت دي چې د مسوولانو د څرګندونو له مخې طالبانو د دغې لارې په ځينو برخوکې ښخ کړي دي.
په مياشتو مياشتو د لښکرګاه – قندهار د لارې تړل د سپرليو او د سوداګرو کاروانونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته