کابل باختر دکب دمياشتې ١٤ :
د بلخ ولايت پوليسو پرون يو ځانمرګى يرغلګر ونيوه.
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ مرستيال عبدالرزاق قادري دباخترآژانس خبريال ته وويل: يوه ځانمرګي يرغلګرچې غوښتل يې د شولګرې ولسوالۍ په امنيه قوماندان بريد وکړي؛ د پوليسو له خوا ونيول شو.
ويل کيږي؛ نيول شوى سړى ٢٥ کلن او د شولګرې ولسوالۍ د مهاجرقشلاق د کلي اصلي اوسيدونکى دى .
د دغه ځانمرګي يرغلګر دڅرګندونوله مخې: دى په دې وروستيو وختوکې له پاکستان څخه راستون شوى او د پاکستان په يوه مدرسه کې يې نږدې درې کاله د ځانمرګي بريد د ترسره کولو لارې چارې زده کړې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ