امنیت

دهند په واټونوکې په هر ساعت کې شپاړلس تنه وژل کيږي .

نوي ډيلي باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩

دهند په واټونوکې دنړۍ د ډيرو مرګانيو واټونو  په توګه په هرو څلورو دقيقو کې يو تن او په هرساعت کې شپاړلس تنه وژل کيږي .

دايرنا دخبر له مخې ، دهند سترې محکمې ددغه هيواد دواټونوپه نا امن بللو سره هغه ډيرمرګاني واټونه وبلل او ديوحکم په ترڅ کې  ددغه هيواد دواټونو دترميمولو اوخوندي کولو فرمان يې صادر کړى دى .

دهند دسترې محکمې دکميټې رييس (پي ستاسيووانګ) اعلام وکړ دهند واټونه ډير ناامن دي  اودپيښو او ټکرونو زياتوالي ته په پاملرنې سره  ددغو واټونو خوندي کولو او دسپرليو په نسبت دزياتې پاملرنې لپاره  لازم اقدامات ضروري دي.

دهند دسترې محکمې دخبر له مخې، ددغه هيواد په واټونوکې دترافيکي پيښو له امله په هرو څلورو دقيقو کې يو تن وژل کيږي او دچلونې پيښې ددغه هيواد دحکومت په وړاندې  ډيرې سترې  ننګونې  دي چې سملاسي پانګونې ته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته