سیاست

انجینیر محمد خان: ترافیکې پېښې د خلکو ژوند ته تر تروریستي پېښو وروسته لوی ګواښ دی

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
انجینیر محمد خان: ترافیکې پېښې د خلکو ژوند ته تر تروریستي پېښو وروسته لوی ګواښ دی

دغه خبره د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان هغه کمېسون ته چې د دده د حکم پربنسټ جوړ شوی و، وکړې او زیاته يې کړه چې ترافیکي پېښې افغانانو ته په داسې یو ستر ګواښ بدلې شوې دي.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورګړ.
د وزیرانو شورا د دارالانشا رئيس نصرالله بریالي ارسلاييي د ترانسپورټ وزارت او د ترافیکو ریاست ګرم وبلل او زیاته يې کړه چې د ترافیکي پېښو ډېروالی د دې ښکارندويي کوي چې ټولې اړوندې ادارې په خپلو مسوولیتونو کې پاته راغلي.
ده همدا راز و ویل چې که دې ادارې ډير ژر لاس پر کار نه شي نو کېدای شي په ترافیکي پېښو کې لا زیاتوالی رامنځ ته شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال اړوندو اداروته لارښوونه وکړه چې د ترافیکي پېښو په مخنیوي کې کوټلي ګامونه اوچت کړي او په هغو لارو چارو غور وکړي چې د دغو پېښو په مخنیوي کې اړینې دي.
د ترانسپورت وزير ډاکټر محمد الله بتاش وروستې ترافيکي پېښې ته په اشاره د ترافیکي پېښو تر ټولو لوی لامل د موټر چلونکو بې غوري او د مخدره موادو کارول په ګوته کړل او زیاته يې کړه چې د ترافیکو ریاست او پولیس دې له ترانسپورت وزارت سره په همغږۍ دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
ښاغلي بتاش زیاته کړه چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره باید د لویو لارو پر سر د کنټرول مشخص ځایونه جوړکړل شي او د لویو ښارونو دروازې فعالې شي او د لویو لارو د ټرافیکو هغه کنډک دې بېرته فعال شي چې اوسمهال له فعالیت څخه لوېدلی دی.
د ترانسپورت وزیر همدارنګه له مخابراتو وزارت سره په همغږۍ د کنټرول په یو مرکز او د GPSپه سیستم چې پر مټ به يې مسافر وړونکي بسونه کنټرول او د ترافیکي پېښو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي ټینګار وکړ او د ترافیکو په ریاست یې غږ وکړ چې د ترافیکي پېښو د مسوولینو د سرغړونې ددوسیوپه اړه ددوی ته معلومات ورکړي تر څو عدلی او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د ترافیکو رئس محمد شفیق سعیدي د امنیت نه شتون د دوی د کارونو اصلي خنډ وباله او زیاته يې کړه چې د امنیتي ستونزو له امله سړکونه خراب شوي چې ډېری وخت له همدې امله لویې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.
دغه راز يې د ټرافیکو لوی رئیس او دټرانسپورت وزارت له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې په یوه اوونۍ کې لنډ مهاله ګامونه اوچت کړي او د ټرافیکي پيښو دمخنیوي لپاره د دمسافروړونکیو بسونو د موټرچلوونکو روغتیايې حالت او جوازونه له سره کنټرول کړي او دوی ته ډاډ ورکړي.
د ترانسپورت وزیر ته يې دنده وسپارله چې په داسې یوه طرحه کار وکړي چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ګتوره وي
په پای کې د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال د وزیرانو شورا د دارالانشا رئيس نصرالله بریالي ارسلاييي ته دنده وسپارله چې دوزیرانو شورا د راتلوونکي غونډې په اجنډاکې یاده موضوع شامله تر څو د وزیرانو شورا په راتلونکې غونډه کې پرې بحث وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته