امنیت

په مزارشريف کې دهند په قونسلګرى يرغلګرو په اردو ژبه خبرې کولې .

کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه :
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ مقامات وايي چې په مزارشريف ښار کې دهندوستان په قونسلګرۍ يرغلګرو په اردو ژبه  خبرې کولې او په ديوالونو کې يې په اردو ژبه مطالب ليکلي و .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالرزاق قادري  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې وروستيو وختو کې يوې ډلې وسله والو کسانو په مزارشريف ښار کې دهندوستان په قونسلګرۍ  بريد وکړ .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغه بريدله امله  يو پوليس شهيد او پنځه تنه پوليسان او څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
  دده دڅرګندونو له مخې: يرغلګر درې تنه و او په ديوالونو يې هم په اردو ژبه مطالب ليکلي و او له څيرو څخه يې څرګنديده دپاکستان دپنجاب ايالت  اوسيدونکي دي خو په دې اړوند تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته