اقتصاد

د کابل بانک په پېښه کې له زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

لښکر ګاه باختر د مرغومي ۲۶ مه
په هلمند ولایت کې د کابل بانک په پېښه کې له ۹۶ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د هغو ۳۸ تنو شهیدانو او۵۸ تنو ټپیانو له کورنیو سره کېږي چې تېر کال د هلمند ولایت د کابل بانک پرودانۍ د يوې چاودنې له امله زیانمنې شوې وې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې،په دغو مرستو کې د هر شهید کورنۍ ته سل زره افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته