سیاست

دجمهور رئيس دويم مرستيال: د ملي وحدت په حکومت کې به د ځوانانو مسئله څنډنۍ نه وي

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين او د دغه معينيت يوشمېر مسوولينو نن د ځوانانو د چارو پاليسۍ او پروګرامونه د جمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش ته بيان کړل او د لازمو لارښوونو غوښتنه يې وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رئيس مرستيال په دې کتنه کې څرګنده کړه: ځوانان د هېواد اصلي پانګه ده؛ خو له بده مرغه تر اوسه پورې دغه ستر قشر ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
ده ټينګار وکړ: په هغې ټوله موده کې چې په کابينه کې وم؛ هيڅکله دځوانانوپه باب ګټور تصميونه نه دي نيول شوي او آن د ځوانانو د مسئلو او ستونزو يو مورد هم د کابينې په اجنداکې ونه نيول شوه.
قانونپوه دانش دغه راز  وويل: په ځوانانو پورې د اړوندو چارو پياوړتيا د حکومت اصلي غوښتنې او پرګرامونه دي او په دې لاره کې به هڅه او هاند وکړي.
ده زياته کړه: له بده مرغه تر اوسه پورې د ځوانانومسئلې ته د يوې څنډنۍ موضوع په توګه کتل شوي دي او هلې ځلې کوو چې له دې وروسته دغه راز په څنډه کې پاتې نه شي .
د جمهور رئيس مرستيال دغه راز وويل: د ځوانانو د چارو معينيت يوازې په ځوانانو پورې اړوندې پاليسۍ طرحه کوي او اصلي اجرا کوونکي نور وزارتونه دي.
ده څرګنده کړه: هيڅکله به د ځوانانو د چارو د معينيت کار د نورو ادارو، دندو او صلاحيت ته زيان ونه رسوي.
د جمهور رئيس مرستيال دغه راز د ځوانانو د چارو د ادارې  د تشکيلاتو او جوړښت او د ځوانانو د ملي پاليسۍ په تطبيق باندې د څارنې د ادارې د عالي کميسيون د جوړولو او هم د هغه د دندو د لايحې په باب لازمې لارښوونې صادرې کړې.
په دې کتنه کې د ځوانانو د چارو معين او د دغې ادارې نورو مسوولينو د ځوانانو د ملي پاليسۍ او د دغې ادارې له لارې د تدوين شويو ستراتيژيو په باب د جمهور رئيس مرستيال ته معلومات ورکړل او له ځوانانو سره دحکومت دملاتړ غوښتنه يې   وکړه .
د دوى دڅرګندونوله مخې: مشارکت، روغتيا، روزنه، ورزش او کار د ځوانانو د ملي پاليسۍ ډيرمهم رکنونه دي چې د ټولو اړوندو وزارتونو د همکارۍ غوښتنه کــوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته