ټولنه

په پروان کې بې وزلو کورنيونغدي مرستې ترلاسه کوي

١٧- کابل /د مرغومي ١٠مه /باختر
په پروان کې د نړي د خوړو سازمان ډبليو اف پي او د دي ار سي موسسې په ٢٦٠٠بې وزلو کورنيو نغدې پيسې ويشې .
د دغو مرستندويو موسسو مسوولينو پرون د پروان له والي سره په يوه غونډه کې په ژمي کې په اړو کورنيو د نغدي مرستو د ويشلو خبرورکړ .
د پروان له طبيعي پېښوسره د مبارزې رييس نثار احمدحبيبي باختراژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د نورو موسسو د مسوولينو برسيره د نړۍ د خوړوسازمان ژمنه وکړه چې په ٢٠٠٠بې وزلوکورنيو ٢٤ميليونه افغانۍ او دغه راز د دي ارسي موسسه په ٦٠٠ بې وزلو کورنيو په ژمي کې ٣ ميليونه ٢٤٠ زره افغانۍ نغدې پيسې ويشي .
په دې غونډه کې نورو مرستندويو موسسو هم له بې وزلو سره د مرستو ژمنه وکړه .
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته