کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
د تروريستانو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې.
دغه ډيپوګانې د خوږياڼيو او د غني خيلو په ولسواليوکې دطالبانو په پټنځيو کې ساتل کيدې.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
ده وويل؛ وسله والو طالبانو له دغو ډپيوګانو څخه په خپلو تروريستي بريدونو کې استفاده کوله .
ديوبل خبرله مخې :
دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د جګړوپه بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ