سیاست

دمهاجرينو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت انديښنې په کابل کې دبلغاريا سفارت له شارژدافير سره شريکې شوې .

کابل باختر د مرغومي پنځلسمه :
دکورنيو چارو وزارت دقونسلي چارو رييس  ميرويس صمدي نن په کابل  کې دبلغاريا جمهوريت دسفارت له شاژردافير  نيکولاى ديمترووف  سره وکتل .
دکتنې په پيل کې  صمدي په افغانستان کې په تيره يونيمه لسيزه کې  دبلغاريا دهمکاريو او رول څخه دقدردانۍ په ترڅ کې دبلغاريا په کمپونو کې له افغان مهاجرينو سره دبلغاريا دپوليسو دنا سم  چلند او دمهاجرينو دخراب حالت په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت انديښنې له بلغاريا لورې سره څرګندې کړې   او غوښتنه يې وکړه چې ددواړو هېوادونودلرغونو او ښو سياسي اړيکو له په پام کې نيولو او دغه راز دمهاجرينو په باب دکنوانسينونو او نړيوالو پروتوکولونو دحقوقو او دوجايبو  درعايتولو او درناوي ، دبشر دحقوقو  دنړيوالې اعلاميې او دمدني اوسياسي حقوقو  دنړيوال ميثاق  ددرناوي په رعايتولو سره له افغان اتباعو  سره ښه چلند وشي او دهغوى ستونزې وڅيړل شي
وروسته ديمترووف  په بلغاريا  کې دبيلابيلو هېوادونو او په تيره بيا دافغان مهاجرينو په وړاندې دناخوالو پيښو په باب خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه اوژمنه يې وکړه چې دافغاني لوري انديښنې دخپل هېواد له مقاماتو سره شريکوي او دهغو څيړنو او تحقيقاتو په باب  چې په دې مورد کې  په جدي توګه دوام لري افغاني  مقاماتو ته خبرورکوي .
ددغې  کتنې په بهير کې  دانديښنې دڅرګندولو يادداشت چې پخوا يوه کاپي يې داروپا داتحاديې په نامه او بل  يې په کابل کې دبلغاريا  سفارت ته ليږل شوي دي دبلغاريا دسفارت شارژدافير ته وسپارل شو .
ديادونې وړ ده چې ددغو پيښو دڅيړنې او په بلغاريا کې دافغان مهاجرينو دستونزو دڅيړنې په باب  په لوړه کچه دافغان او بلغاريايي مقاماتو ترمنځ دوامدارې اړيکې نيول شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته