ټولنه

د زابل ديني عالمانو د سولې له بهير څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

قلات باختر د لړم ۱۵ مه
د زابل  په مرکز قلات کې د دغه ولایت دیني عالمانو د سولې بهیر له بین الافغاني خبرو اترو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او په جګړه کې يې له  ښکیلو خواو لومړی د اوربند او بیا د سولې غوښتنه وکړه.
د باختر اژانس دسیمه ېیز خبریال د خبر له مخې: په دې غونډه کې دینې عالمانو د مکې معظمې فتوا ته په اشارې سره په جنګ کې په  ښکیلو خواو، د جګړې د پای غږ وکړ، روانه جګړه يې ناروا او د جګړې وروستۍ حل يې خبرې اترې وبللې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته