سیاست

د ايران جمهور رئيس: د افغانستان ستونزې بايد ددغه هيواد د خلکو له خوا حل شي

تهرانباختر د ميزان ٢٨
د ايران د اسلامي جمهوريت جمهوررييس د افغانستان لپاره د ايران له نوى سفير سره په کتنه کې وويل: د افغانستان ستونزې بايد ددغه هيواد د خلکو له خوا حل شي اوپه يقين سره په دې لاره کې د پرديو لاسوهنه به ددغه هيواددحالاتو اوشرايطو  په ښه والي کې هيڅ اغيزه ونه لري.
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د ايران او افغانستان ترمنځ د هراړخيزو اړيکو په پرا ختيا باندې ټينګاروکړ.
په افغانستان کې د ايران نوى سفيرمحمد رضابهرامي دخپل ماموريت د پيل په درشل کې له حجت الاسلام والمسلمين ډاکتر حسن روحاني سره وکتل او د تهران_کابل د اړيکو د وروستى حالت ، د افغانستان دکورنيومسئلواوددغه هيواد د خلکو دحقوقو د موضوعګانو په باب يو رپوټ جمهور رئيس ته وړاندې کړ.
د ايران د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس دافغانستان اوايران ترمنځ دهراړخيزو اړيکو د ټينګښت او ودې په اړتيا باندې ټينګاروکړ او ويې ويل: دافغانستان او ايران دواړه ملتونه د زياتو فرهنګي او سياسي مشترکاتو له پلوه له يو بل سره ځانګړى دوستي لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته