ټولنه

د سمنګانو د ځمکنى ترانسپورت مديريت ته ودانۍ جوړيږي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٨
د سمنګانو ولايت د ځمکني ترانسپورت د تنظيم د مديريت د ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
د سمنګانو ولايت د ځمکني ترانسپورت د تنظيم لوى مديرقدرت الله مطهر دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ دترانسپورت او د ملکي هوايي چلند وزارت له خوا د زرو امريکايي ډالرو په ارزښت په پاخه او اساسي ډول د ايبکو ښار په نوي ښاري ماسټرپلان کې په دوو پوړونوکې په پاخه اساسي ډول جوړيږي.
د يادونې وړ ده: همدا اوس له طبيعي پيښو سره د مبارزې، د مهاجرينو د راستنولو او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د ادارو په ګډون يو شمېر دولتي ادارې د رسمي دولتي ودانيو د نه لرلو له امله خپلې کاري چارې په کرايي کورونوکې ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته