ورزش

په سرپل کې دفوټبال دلومړي لوبغالې دجوړولو دکار پيل .

کابل باختردتلي شپږويشتمه
په سرپل ولايت کې دفوټبال ديوه ورزشي ډګر دجوړولوکار پيل شو .
دغه ډکر له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو دوزارت له بودجې څخه داووه سوه زرو ډالرو په لګښت  جوړيږي .
  دا دفوټبال لومړى معياري ورزشي ډګر دى چې په سرپل کې  جوړيږي
دسرپل دفوټبال فدراسيون  يومسوول باختراژانس ته وويل چې په دې ورزشي ډګر کې به څلور زره تنه ننداره کوونکي ځاى شي .
دتمرين او دلوبو دترسره کولو لپاره دمناسب  ځاى نشتوالى دسرپل دفوټبالرانو  مهم چلنجونه بلل کيږي.
دغه ورزشکاران  په سرپل کې  دفوټبال دورزشي ډګر دجوړيدو هرکلى کوي او وايي چې دغه اقدام به په نسبي ډول په دغه لرې پراته ولايت کې ددغې ورزشي څانګې په وده کې  ګټوره وي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته