امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول .

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په کونړ ولايت کې تيره شپه دنويونښتو په بهير کې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شول .
دغه جګړې په شيګل ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګرو پر يوې امنيتي پوستې  بريد وکړ
ډګروال محمد نعمان هاتفي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو نښتو له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور چې ټپي شوي وو دپوځي مامورينو له خوا ونيول شول .
ده وويل چې امنيتي ځواکونو دطالبانو دغه بريد ته ښه ځواب ووايه لکه څنګه چې هيڅ  دسرزيان يې نه درلود .
ويل کيږي چې امنيتي ځواکونو ددغو نښتو په پاى کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته