امنیت

دحاجي معلم په مشرۍ پنځوس کسيزه ډله وسله وال مخالفين دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې دسولى له بهير سره يوځاى شول .

 دپنجوايي ولسوال فضل  الدين دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه کسان  پخوا دکندهار ښار او دميوند اوپنجوايي  ولسواليو او دغه راز دهلمند ولايت دکجکي ، موسي قلعه ، سنګين او ګرشک ولسواليو په مربوطاتو کې په دولتي ضد فعاليتونو بوخت و او دملي روغې جوړې په رښتنيولي په پوهيدو او دکندهار ولايت دسولى  دعالي شورا دهلوځلو له امله دسولى له بهير سره  يوځاى شول .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې،  دغه ډله په سپکو او درندو وسلو سمباله ده او خپلې وسلې يې هم وسپارلې .

 دکندهار دوالي پوهنوال  ډاکتر توريالي ويسا ددغې ډلې پيوستون په دغه ولايت کې دامنيت په تامينولو کې مهم ګام وباله او وي ويل چې دوى ته به دکار زمينې برابرې کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته