کابل، د غبرګولي ۲۲ مه ، باختر
په لغمان کې زرګونه بېوزلې کورنۍ د بشر دوستانه مرستو تر پوښښ لاندې ونیول شوې دي.
دغه مرستې د خوړو نړۍ سازمان له خوا برابرې شوي او د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له خوا پرون د الینګار ولسوالۍ د اړمنو کورنیو په واک کې ورکړل شوې دي.
د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست یوه خبر ځای باختر آژانس ته وویل، چې په دې دوره کې پر ۸۷۷۱ اړمنو کورنیو اوړه، ډال او د ماشومانو مقوي خواړه ووېشل شول.
ج