نړۍ

ايران او هند د چاه بهار بندر د پراختيا لپاره يو قرارداد لاسليک کوي

نوى ډيلى هندوستان ټايمز باختر دورې دمياشتې  ٦ :
ټاکل شوې ده د ايران اسلامي جمهوريت او د هند جمهوريت په څو راتلوونکو ورځو کې دچاه بهار بندر د پراختيا لپاره يو قرارداد لاسليک کړي .
انگليسي ژبې ورځپاڼې هندوستان ټايمز پرون په يوه رپوټ کې وليکل چې دچاه بهار بندر د پراختيا لپاره د ايران او هند ترمځ قرارداد ښايي په راتلوونکي اوونۍ کې د سفيرانو په کچه لاسليک شي .
باخترآژانس ديو اړونده خبرځاى له  خولې خبر راکړ: د هند جګپوړو مامورينو ويلي دي چې دغه هېواد به ديرش مليونه ډالره په لومړى پړاوکې او اويا مليونه ډالره په دويم پړاو کې ولګوي .
دهغې طرحې له مخې چې همدا اوس دهند د بيړۍ چلوونې او د سوداګرۍ د وزارتونو ترڅيړنې لاندې ده؛ دغه  دواړه هېوادونه به  د بيړيو لپاره داسې تم ځايونه  جوړکړي چې د چاه بهار بندر وکولاى شي په کال کې شل مليونه ټنه مالونه او تيل  ځاى پرځاى کړي .
هندوستان ټايمز د افغانستان په دننه کې بدلونونو او د روان ميلادي کال په بهيرکې له دغه هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو  د وتلو  احتمال ته په اشارې سره زياته کړه چې دچاه بهار بندر به د چاه بهار _ ميلک _ زرنج  _ دلارام د محور له لارې افغانستان ته د هند د مرستو دليږدولو او دغه راز دمنځنۍ آسيا په بازارونو دهند د لاسبرى لپاره نوى تګلورى برابر کړي.
هند پخوا په نيمروز ولايت کې دزرنج _  دلارام  دوه سوه اتلس کيلومتري واټ  جوړ کړى دى او ايران  همدا اوس افغانستان  ته  د رسيدو لپاره  د چاه بهار _ ميلک په واټ کارکوي .
د هند د حکومت جګپوړو مامورينو وويل چې دچاه بهارتړون د لاسليک کولو لپاره
تصميم نوي ډيلي ته د ايران دبهرنيو چارو وزير محمدجواد ظريف دتيرې مياشتې
د سفر په بهيرکې ونيول شو.
په هندوستان کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير غلام رضا انصاري دې ته په اشارې سره چې دچاه بهار بندر په باب خبرې په  جدي توګه دهندي لوري دپاملرنې
وړ دي؛ وويل چې په ټولوکتنو په  تېره بيا د هند له صدراعظم منموهن سنگهه سره په کتنه کې په سيمه کې ددغه مهم بندر د پراختيا په موضوع ټينګار شوى دى او هند په دې مهمه برخه کې دکار لپاره خپل جدي اراده ښودلې ده.
دهند صدراعظم تينګار وکړ چې دچاه بهار بندرکولاى شي چې دسيمې اوپه تيره بيا دافغانستان اودمرکزي آسيا په پرمختيا کې مهم رول ولوبوي او دايران له دولت څخه يې غوښتي دي چې دسيمې په دې مهم بندر کې دهندي شرکتونو دپراخ شتون لپاره مرسته وکړي.
په هندوستان کې د ايران سفير دهندي لوري په مثبت نظر او دايران _ افغانستان او هند ترمنځ يو ترانزيتي موافقه ليک دلاسليک کولو اړتيا ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې هندي لوري په وروستيو خبروکې دخپل وړانديز مسوده وړاندې کړې ده او داپه داسې حال کې ده چې ايران پخوا دغه طرحه وړاندې کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته