سیاستخبرونهټولنهTOP

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

کابل، د لېندۍ ۲۹ مه، باختر
د کمېټو ورځنی کاري راپور
نن چهار شنبه د ۶/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۹/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته مهاجرین راستانه شوي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې (۸۰) کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو (۱۸۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (٢٠٢) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (١٠٢٠٠٠٠) یو میلیون او شل زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په تورخم کې (۲۰) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې (۳۷۰۰) خوراکه ډوډۍ او (۱۳۰۰۰۰) لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
(١٠٠)تختې کمپلې، (١٢٩) تختي فرشونه او روغتیایي کیټونه، (١١٥) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل توکي ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۹۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۳) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن حافظ، (۶۴) تنه غریبکار او (۵۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۲۰) تنه کیږي، ثبت کړل.
یادې کمېټې په تورخم کې (۸۴) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړل. همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې (۲) تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلې کورنۍ ته یې وسپارل.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د سپین بولدک له لارې (۸۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۹۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۶) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۸۶۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له سپین بولدک څخه (۲۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۰)تنه و، قندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۱۰۰۰) زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په سپین بولدک کې (۱۹۱) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې (۱۵۵۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۳۶۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۶۱۳) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې (۲) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۶) تنه حافظان، (۲) تنه دیني عالمان، (۷۸) تنه غریبکار او (۱۵۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۲۴۱) تنه کیږي، ثبت کړل.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۴۸) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړل. همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې (۲) تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شول.

زابــــل

شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د شملزو په لار کې (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له شملزو لارې څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳)تنه و، د شملزو ولسوالۍ بېلا بېلو کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸) کورنیو سره لس – لس زره افغاۍ کومک شوی چې مجموعًا (۸۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په شملزو کې (۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د شملزو په لاره کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په شملزو کې (۴۳) کورنیو ته ډوډۍ او اوبه توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په شملزو کې راستنو شویو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
نن د آنګور اډې له لارې (۱) کورنۍ، هېواد ته راستانه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د آنګور اډې په لار کې له (۱) کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي کومک شوی دی.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له آنګور اډې څخه (۱) کورنۍ، خپل سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په آنګور اډه او ښرنه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن مهاجرینو ته په آنګور اډه او ښرنه کې (١٠٢)خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه کې (۲۱) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي او (۴) تنو ته واکسین تطبیق شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۶) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په آنګور اډه کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (٣٦) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (١٢٩) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. او همدا راز (١٤٦٠)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له (١٢) کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (١٢٠٠٠٠) زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (٣٦) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (١٢٩) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په هرات کې (٥٦) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له کابل څخه (١٦) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (٧٨)تنه و، کندز او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه (٩٢٩٢٠) افغانۍ شوې ده.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي مهاجرین: (٢١١) کورنۍ او (٩٠١) افراد
ټول لېږدول شوي مهاجرین: (٥١) کورنۍ او (٢٧٢) افراد
ټول مرسته شوي مهاجرین: (٣٠٩) کورنۍ
ټول تداوي شوي مهاجرین: (٣٩٠) تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: (٤٥٣) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
‏9:37:22 سهار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته