برلين باختر د ليندى پنځلسمه :
په برلين کې د افغانستان سفير حميد صديق په روانه مياشت کې د افغان پناه غوښتوونکو ډله ئيز راستنول تاييدوي .
ده وويل: يوشمېر پناه غوښتوونکي د هويت د تشخيص لپاره په المان کې د افغانستان سياسي دفترونو ته استول شوي دي .
دغه سفير د المان له دويچې ويله راډيو سره په خبروکې وويل: که چيرې ددغو کسانو هويت تشخيص نه شي او يا د هغوى د ستنولو دلايل له اروپا او المان سره د افغانستان د موافقه ليکونو له شرايطو سره سمون ونه لري؛ وبه نه منل شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ