امنیت

مزارشريف ته دطالبانو دوسلو دليږدونې مخنيوى .

کابل باختر دکب  ديارلسمه :
دبلخ ولايت دمزارشريف ښار ته دطالبانو دجنګي وسايلو د ليږدونې مخه ونيول شوه .
دبغلان ولايت   امنيتي ځواکونو دکابل _ مزار په لويه لاره کې دشمرق دپلټنې په پوسته کې ددغو جنګي وسايلو په کشفولو بريالي شول .
  ويل کيږي وسله والو  طالبانو غوښتل ددغو جنګي وسايلو څخه په استفادې سره په مزارشريف ښار کې دنوي کال دنمانځنې دمراسمو او دګل سرخ ددوديزې  ميلې  په بهير کې ډار اچوونکي بريدونه ترسره کړي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ يو مقام ذبيح الله شجاع  باختراژانس ته وويل چې په دغو وسلو کې دکلاشينکوفونو، توغنديو او پيکا په ګډون په لسګونو سپکې او درندې وسلې شته .
ده وويل :دغه وسلې له  کابل څخه بار شوې وې او ټاکل شوې وه چې مزارشريف ښار کې وليږدول شي
ښاغلي شجاع وايي چې وسله والو طالبانو غوښتل دنوي کال دنمانځنې په ورځو کې  دګل سرخ دميلې په ګډون کوونکو بريد وکړي .
ويل کيږي  دغه جنګي وسايل په مهارت سره په يو بار وړونکي موټر کې ځاى پرځاى شوي و .
ددغو جنګي وسايلو دليږدولو په تور يوتن نيول شوى دى .
دبغلان امنيتي  مقامات وايي چې دوى په مزارشريف ښار کې دنوي لمريز کال په نږدې کيدو او له دغې ورځې څخه په نمانځلو سره  په تيره بيا په لويو لارو کې  امنيتي  تدبيرونه زيات کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته