امنیت

دپه ننګرهارکی دهیروئینوکارخانه له منځه وړل شوی اودهغی (۱۱) تنه کارکوونکوته مرګ ژوبله اړول شوې ده.

ننګرهار- باختر دليندى اته ويشتمه :
دایتلاف قواووجیت الوتکی په ۲۶/ ۹/۱۳۹۷ نیټه دننګرهارولایت شیرزادو ولسوالی لیسه باغ په سیمه کی په (۱) باب هیروئینوکارخانی باندی هوایی بریدونه ترسره کړی چی په پایله کی یی دیادی کارخانی (۷) تنه کارکوونکی وژل شوی (۴) تنه نوریی ټپیان شوي اویاده کارخانه ویجاړه شوې ده .
په بریدکی ملکی وګړوته زیان نه دی رسیدلی. پاى-سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته