کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د هرات د جوی انجیل استنادي دېوال د جوړولو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د دغه وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هريرود سمندري حوزې د امر مولوي سردار ولي مزمل په ګډون په دغه ولايت کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پيل شو.
د دې پروژې د پلي کولو موخه د موسمي سېلاونو مخنیوی او د شنې فضا رامنځته کول دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغې پروژې کار د (یو.ان.دي.پي.) یا د ملګرو ملتو سازمان د پرمخیتايي پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۲۵ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د هرات د کوز هریرود د فرعي دریايي حوزې ترڅارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
ع