فرهنګ

امريکا دهرات دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو لپاره په خپلو همکاريو باندې ټينګار وکړ

کابل-باختر د وږي ١١:
  په کابل کې دامريکا دسفارت دعدلي او قضايي برخې رييس دقلعه اختيار الدين دکتنې په بهير کې  دهرات ولايت دفرهنګي آثارو او دتاريخي ميراثونو دساتنې په خاطر دخپل هيواد دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ .
مک فارلند وايي: دقلعه اختيار الدين  تر تمين  څلي  چې ددغې فرهنګي حوزې د تير ځلانده تاريخ  څرګندوي دي  دهرات دتاريخي پرتم دليل دي .
ددغې کتنې په بهير کې  دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ  لوى رييس احمد احسان سرور يار هم  په ملي موزيم او ملي ارشيف کې د زرګونو  ارزښتناکو تاريخي آثارو  شتون ددغه ولايت دتاريخ دپرتم  او عظمت  ښه نښانه وبلله او له امريکا  څخه يې  وغوښتل چې ددغو خزانو  دساتلو او ترميمولو  په برخه کې  له دوى سره همکاري وکړي .
دهرات ملي موزيم  چې په هغه کې  څه دپاسه زر تاريخي ارزښتناک آثار ساتل کېږي دتيرکال په وروستيو  وختو کې له دريو لسيزو وروسته دهرات دسيمه ييزې ادارې او ددغه  ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دمقاماتو په نوښت دمينه والو پرمخ پرانستل شو .
په همدې حال کې دقلعه اختيار الدين دبيا جوړولو کار هم دامريکا دسفارت په مالي مرسته په دوو پړاونوکې په دوو کلونوکې بشپړ شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې په نږدې راتلونکې  کې به دقلعه اخيتار الدين دترميمولو  دريم پړاو هم پيل شي  .
په کابل کې دامريکا دسفارت  دعدلي او قضايي برخې رييس ددغه سفر په بهير کې  وويل چې هيواد به يې دغه راز دهرات دتاريخي  څلورو دلرغونو ساحو  دساتنې او ترميمولو  په  برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته