امنیت

اووه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول

کابلباختر د سنبلي٧
په پکتيا ولايت کې نن د ملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې اووه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ چې دغه چاڼيز عمليات د پکتيا ولايت د احمد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې په بهيرکې ييشپږ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي، يو موټرسايکل او دوه ماينونه هم د ملي اردو د منسوبينو لاس ته ورغلي دي.
ديو بل خبر له مخې: دلوګر ولايت په مربوطاتوکې نن د ملي اردو د منسوبينو په عملياتو کې دوه تنه وسله وال مخالفين د آر،پي ، جي= ٧ توغندي له يو ماين او له يوموټرسايکل سره ونيول شو.
دغه رازد ميدان وردګو ولايت د سيد ا باد ولسوالۍ په مر بو طاتو کې د وسله والو مخالفينو له خوا په سړک کې دښخ کړاى شوى د ماين د چاودنې له امله د ملي اردو يومنسوب شهيد شو او د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو يو بل منسوب شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته