پل علم باختر د مرغومې ۴ مه
د نړیوال روغتیایي سازمان له لوري د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د روغتیايي وسایلو مرسته وشوه.
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد سالم اصغر خېل د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دغه وسایلو کې څلور د اکسیجن ماشینونه،پنځه مانیتورونه،التراسونډ ماشین،د کالیو منیځلو ماشین او د عملیات خونې لپاره درې میزونه شامل دي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ