امنیت

د داعش ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : د ننګرهار او کونړ ولايتونو په مربوطاتوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په جلاجلاعملياتوکې ديارلس تنه داعشيان ووژل شول. د٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات د ننګرهار ولايت د اچين ،خوږياڼيو او هسکې مينې په مربوطاتو او د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې ديارلس تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول او د هغوى يوه پيکا او دوه کلاشينکوفونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته